عبدالله عبدالله: ناټو د جنرال رازق وژلو کې لاس نه لري

د افغان حکومت اجرایه مشر عبدالله عبدالله وایي، د کندهار د امنیه قومندان جنرال عبدالرازق په وژنه کې ناټو لاس نه لري.

په سوېل کې دغه ځواکمن قومندان او د کندهار د امنیت مشر جنرال مومن حسېن خېل تېره پنجشنبه د کندهار د والي دفتر کې د ناټو له لوی قومندان سره تر غونډې وروسته ووژل شول.

ویل کېږي چې د والي یوه ساتونکي جنرال رازق هغه مهال وواژه چې تر غونډې وروسته سکاټ مېلر الوتکې ته پورته کېده.

د نوموړي د وژلو وروسته وسله والو طالبانو د یوې اعلامیې خپرولو سره وویل، چې دغه برید کې یې هدف جنرال رازق و.

وروسته دوی خپله اعلامیه بدله کړه او ویې ویل چې هدف یې رازق او سکاټ مېلر ول.

له هغه راهیسې خواله رسنیو کې پوښتل کېږي چې جنرال رازق پر ځای ولې د ناټو لوی قومندان سکاټ مېلر نه وژل کېده.

خو ښاغلی عبدالله وايي، چې ناټو د جنرال رازق په وژلو کې لاس نه لري. هغه زیاتوي "دا ګنګوسه چې پرېکند ملاتړ دا کار کړی زما په اند د دوښمن ژرندې ته اوبه ورکول دي. "

اجرایه مشر د کوم نوم له اخیستو پرته وویل "هغوی چې د طالب ملاتړ کوي هغه که هر هېواد کې وي طالب ته پنا ور کوي یا طالب توجیه کوي که د افغانستان خاوره کې د طالب جنایت توجیه کوي هغه د افغانانو دوښمنان دي او د جنرال رازق دوښمنان هم دي د کورنی دوښمن يې هم و او د ټول افغانستان دوښمن هم دی. "

نوموړي د وزیرانو شورا ناسته کې جنرال رازق پیاوړی قومندان وباله او ویې ویل چې رازق سره هر افغان توکم خواخوږي ښودلې ده.


پرنت   ايميل