د ټاکنو لپاره له دیني عالمانو د همکارۍ غوښتنه

د افغانستان امنیتي ادارو په دغه هېواد کې د پارلماني ټاکنو امنیتي پوښښ لپاره خپل پلان اعلان کړی دی.

د کورنیو چارو وزارت وايي؛ د رایې ورکونې د هر مرکز لپاره درې امنیتي کمربندونه جوړېږي، پوځ او د کمانډو سرتېرې به ګزمې کوي او هوایي ځواکونه به د هغوی ملاتړي وي.

د افغانستان د ولسي جرګې ټاکنې راتلونکې شنبه( د اکټوبر ۲۰) کېږي.

له بلې خوا د ټاکنو خپلواک کمېسون په کابل کې د ولایتونو له لسګونو عالمانو وغوښتل چې خلک رایه ور کولو ته وهڅوي.

په تېره څه د پاسه یوه نیمه لسیزه کې دا لومړی ځل دی چې د افغانستان امنیتي ځواکونو په خپلواک ډول د ټاکنو د امنیت مسوولیت پر غاړه اخلي.

د کورنو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وايي، د امنیتي پلان له مخې د دې بهیر د امنیت خوندیتوب د رایې مرکز ته نږدې اول کمربند کې استخبارات او پولیس ځای پر ځای کېږي:

درې سووپنځه سوه واټن کې ملي اردو او دریم کمربند کې افغان پوځ، پولیس او استخبارات په ګډه ګرځند او ثابته دنده کمربند لري

نوموړی دا هم وايي، چې د ټاکنیز بهیر ټول مسوولیت د افغان ځواکونو په غاړه دی او که اړتیا شي نور سرتېري به هم وګوماري.

د افغانستان دفاع وزارتویاند وايي، چې افغان پوځ د رایه ور کوونکو، نوماندانو او کارکوونکو امنیت ته ژمن دی.

دفاع وزارت ټول افغان ولس ته ډاډ ور کوي چې ارامه فضا کې ټاکنو کې ګډون وکړي هوايي او ځمکني ځواکونه هر حالت کې امینت ته ژمن دی او که د نورو ځواکونو اړتیا هم شي تیار دي او مرسته به رسوي.

نوموړی د امنیتي اندېښنو په غبرګون کې وايي، چې د ټاکنو لپاره د ۵۰ زرو سرتېرو ځای پرځای کول امنیتي تشه نه رامنځته کوي.

د چارواکو په وینا شاوخوا ۳۰۰ زره امنیتي او دفاعي سرتېري به په لومړي درجه احضاراتو کې وي.


پرنت   ايميل