هند کندوز کې برېښنا بند جوړوي

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي یوې هندۍ کمپنۍ په کندوز ولایت کې خان اباد دویم بند جوړوي.

د دې بند جوړولو تړون د شنبې په ورځ د انرژۍ او اوبو سرپرست محمد ګل خولمي او د لینکو انفراټیک شرکت د استازي احمد فرزاد ترمنځ د ولسمشرۍ په دلکشا ماڼۍ کې لاسلیک شو.

د ارګ د اعلامیې له مخې دا بند خان اباد ولسوالۍ کې جوړېږي او د برېښنا او اوبو لپاره به کارېږي.

د بند جوړولو لګښت ۲۵ میلیون ډالره ده او درې کلونو کې به جوړ شي.

چارواکي وايي، دا بند به ۱۰،۴ میګاواټه برېښنا تولیدوي او ۴۷ زره هکتاره کرنیزه ځمکه به خړوبوي.

د دې بند جوړېدلو سره کندوز ښار کې ۱۸ زره کورنیو ته برېښنا رسېږي.

خان اباد سیند هره ثانیه کې ۲۳ متر مکعب اوبه لري او دا پر دغه سیند دویم بند دی.

دا بند به د برېښنا تولیدولو لپاره درې توربینونه لري.

د خان اباد اول برېښنا بند څو کاله مخکې جوړ شوی دی.

د پخواني افغان پاچا محمد ظاهر شاه په وخت یې پر ۱۳۴۵ کال یوه فرانسوي شرکت د جوړولو مطالعه بشپړه کړه.

پر ۱۳۵۲کال یې د جوړولو تړون وشو او پر ۱۳۵۳ کال یې عملي کار پیل شو.

دا کار تر ۱۳۵۸ کال سرسري روان و، خو د جګړو پیلېدلو سره نیمګړی پاتې شو.

پر ۲۰۰۱ کال د طالبانو له پرځېدلو وروسته د دې بند چارې بشپړې شوې او اوس د دوه میګا واټه برېښنا تولید توان لري.


پرنت   ايميل