افغانستان او سعودي د ګډو تجارتي اړیکو غونډه وکړه

د افغانستان او سعودي عربستان ترمنځ د ګډو تجارتي اړیکو لومړنۍ ناسته تېره ورځ د سعودي په مرکز ریاض ښار کې ترسره شوه.

په دې غونډه کې د افغانستان مالیې سرپرست وزیر او د سعودي عربستان د سوداګرۍ او پانګې اچونې وزیر برخه اخیستې ده.

د ماليې وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې په دې اړه لیکل شوي دي چې په دغه ناسته کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د پانګې اچونې په جلبولو، برېښنا، انکشافي پروژو، اقتصادي او سوداګریزې اړیکو په پراختیا، تخنیکي مرستو، سیمه ییزې همکارۍ او نورو مسایلو بحثونه وشول.


پرنت   ايميل