عبدالله: د سولې د خبرو له برابر شوي فرصته دې وسله‌وال مخالفین ښه ګټه واخلي

د افغان حکومت اجرائیه رئیس وايي، د سولې د خبرو اترو لپاره ښه فرصت برابر شوی او وسله‌وال مخالفین باید له رامنځته شوي فرصته ښه ګټه واخلي.

د افغان حکومت اجرائیه رئیس د افغانستان د سولې د بهیر لپاره د امریکا له هڅو ملاتړ کوي او وايي، د سولې د خبرو اترو لپاره ښه فرصت برابر شوی او مقابل لوری باید ترې ګټه واخلي.

عبدالله عبدالله د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د تلې ۱۶» د وزیرانو شورا له غونډې وړاندې رسنیو ته وویل:

"د دې تر څنګ چې موږ د سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو له تمرکز او اساسي هڅو ملاتړ کوو، باوري یوو چې دا پروسه د افغانانو او نړیوالې ټولنې په ملاتړ جدي او په متمرکزه توګه به مخ ته ځي او موږ هیله‌من یوو چې د سولې د خبرو اترو لپاره له برابر شوي ښه فرصته مقابل لوری هم ښه ګټه واخلي."

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د سولې د بهیر لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل‌ز‌اد تېره شپه ناوخته له افغان ولسمشر او اجرائیه رئیس سره د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت په افغانستان کې د سولې د تأمین پر لارو چارو خبرې کړي.

کابل ته له سفر دمخه ښاغلی خلیل‌زاد د شنبې په ورځ په اسلام‌اباد کې له پاکستاني مقاماتو سره هم لیدلي، خو لا معلومه نه‌ده چې په دې لیدنه کې په کومو مسایلو خبرې اترې شوې دي.

ټاکل شوې چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی سیمې ته د خپل ۱۰ ورځني سفر په ترڅ کې، عربي متحده اماراتو، سعودي عربستان او قطر ته هم سفر وکړي.

٦٧ کلن زلمي خلیل‌زاد په افغانستان کې د امریکا د پخواني سفیر په توګه له ۲۰۰۳ میلادي کاله تر ۲۰۰۵ میلادي پورې او د طالبانو له پرځېدو وروسته په جریانونو کې اساسي رول لوبولی دی.

د افغانستان د سولې د بهیر لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي په توګه له ټاکنې وروسته، دا کابل ته د ښاغلي خلیل‌زاد لومړنی سفر دی.

د افغانستان جمهوري ریاست په یوه اعلامیه کې ویلي چې افغان ولسمشر غني او خلیل‌زاد د د روانې اوونۍ د یکشنبې په ماښام وکتل او د سولې د پروسې د بریالیتوب او په هېواد کې د سراسري امنیت د تأمین په هدف د افغان دولت د هڅو په اړه‌یې خبرې وکړې.


پرنت   ايميل