د ټاکنو کمېسون: له یوې ډېر ځلې رایه ور کول له پنځوس زرو تر یو لکو جرمانه لري

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسون مشر وایي، که څوک د ولسي جرګې د ټاکنو په ورځ څو ځله رایه ور کړي او د پولیسو یا کمېسون له خوا ونیول شي، له ۵۰ زرو نیولې تر یو لک افغانیو جرمانه کېږي.

عبدالبایع صیاد وايي، ممکن یو نوماند یا ملاتړي یې یو رایه ور کوونکی وهڅوي چې څو ځل رایه ور کړي:

"خو که پولیسو وپېژاند ښه دا نه ده چې هم یې تاوان وشي او هم یې ضمیر ملامت وي".

د هغه په خبره، غوره دا ده چې یوه رایه و کاروي او یو شخص ته رایه ور کړي.

"په دې سره به ټاکنې رڼې وشي، رایه ور کوونکی به خپل ضمیر ارام کړي او له جرماني او قانوني تعقیب به هم بچ وي".

د افغانستان ټاکنو خپلواک کمېسون د دوشنبې په ورځ د ۱۹ ولایتونو د رایه ور کوونکو وروستي نوملړ اعلانولو سره وویل چې د راتلونکو ولسي جرګې ټاکنو لپاره د رایه ور کوونکو شمېر ۸،۸میلیون کسان شو.

مخکې ټاکنو خپلواک کمېسون ویلي، د ولسې جرګې را روانو ټاکنو ته ۹،۵میلیونه کسانو نوملیکنه کړې ده.

د افغانستان ټاکنو خپلواک کمېسون مشر عبدالبایع صیاد وایي د نږدې ۶ سوه زرو رایه ور کوونکو نومونه یې له وروستي نوملړ ایستلي دي.

ښاغلی هاشمي هغه لاملونه بیانوي چې له مخې یې د رایه ور کوونکو نومونه له وروستي نوملړ لرې شوي دي.

  • ۱ هغه کسان چې بیا بیا یې نوملیکنه کړې وه
  • ۲ هغوی چې د ټاکنو قانوني عمر یانې ۱۸ کلونو ته نه و رسیدلی
  • ۳ هغه کسان چې زېږنېټه یې په تذکره روښانه نه وه لیکل شوې   

له دې مخکې دغه کمېسون د ۱۴ نورو ولایتونو د رایه ور کوونکو وروستی نوملړ خپور کړی و.

اوس یوازې په غزني کې د رایه ور کوونکو د نومونو وروستی نوملړ پاته دی،چې د کمېسون په وینا ډېر ژر به هغه هم اعلان کړي.

د ټاکنو کمېسون په خبره په غزني کې د رایه ور کوونکو د نومونو وروستی نوملړ به د هغې ځانګړې قانوني ټاکنیز کمېټې له پرېکړې وروسته خپور شي، چې د ولسې او مشرانو جرګو استازي او پر اساسي قانون د څار بنسټ استازي یې غړي او د افغانستان امنیت شورا یې مشري کوي.

د ټاکنو خپلواک کمېسون وایي په کابل، ننګرهار، کندهار او بلخ ولایتونو کې ډېرو کسانو د رایه ور کوونکو په توګه نومونه ثبت کړي.

د دې کمېسون د معلوماتو له مخې، په زابل، روزګان، بادغېس او ځینو نورو جګړه ځپلو ولایتونو کې بیا تر ټولو کمو کسانو د ولسې جرګې را روانو ټاکنو ته د رایه ور کوونکو په توګه نوملیکنه کړې ده.

بلخوا د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وایې، د شفافیت په موخه به د ولسي جرګې ټاکنو په ورځ د رایې ورکولو په هر مرکز کې خپل استازی ولري، چې شمېر به یې نږدې پنځو زرو کسانو ته رسېږي.

افغانستان کې د ولسي جرګې د نوماندانو کمپاین د جمعې په ورځ( د سپټمبر پر ۲۸) پیل شو.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسون د تلې میاشتې اته ویشتمه د پارلماني ټاکنو ورځ ټاکلې او وايي له دې نېټې یوه ورځ هم انتخابات نه ځنډېږي.


پرنت   ايميل