عبدالله عبدالله به نن چهارشنبه د ملګرو ملتونو عمومې اسامبلۍ ته وینا وکړي

د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله به نن چهارشنبه د ملګرو ملتونو عمومې اسامبلۍ ته په وینا کې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې په نړیواله او سیمه ییزه همکارۍ ټینګار وکړي.

د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ ۷۳ یمه غونډه پرون سې شنبې پیل شوې ده او ټاکل شوې چې د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله به نن د افغان حکومت په استازیتوب دې غونډې ته وینا وکړي.

د افغانستان د اجرائیه ریاست ویاند مجیب الرحمن رحیمي رسنیو ته وویل:

"ښاغلی عبدالله به په خپله وینا کې د سترو نړیوالو قضایاوو په اړه د افغانستان لید لوری وړاندې کړي. په عین حال کې به د هغو فرصتونو او چلینجونو په اړه هم خبرې وکړي چې دا مهال په افغانستان کې موجود دي."

افغان چارواکي هڅه کوي چې په داسې نړیوالو سټېجونو تل د خپلو بریاوو یادونه وکړي او د ترهګرۍ پر ضد په سیمه ییزه همکارۍ ټینګار وکړي.

د ښاغلي رحیمي په وینا افغان اجرائیه رئیس به د افغانستان د کورنیو امنیتي ستونزو د بهرنیو عوامل په ځانګړي توګه د پاکستان د نه همکارۍ یادونه هم وکړي:

"په کورنیو مسئلو کې به اجرائیه رئیس تر ډیره پر امیني ننګونو، او هغو ستونزو خبرې وکړي چې له دې کبله په افغانستان او سیمه کې شته دی. د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په چاره کې د پاکستان په نه همکارۍ به وغږیږي. په سیمه کې به په اقتصادۍ همکاریو ټینګار وکړي. په عین حال کې د انتخاباتو په ترسره کیدو، د سولې په خبرو اترو ، او د سولې او ثبات په لورې د افغانستان د تلو په اړه به خبرې وکړي."

د افغانستان اجرائیه رئیس په ملګرو ملتونو کې خپله وینا کې په داسې حال کې د ترهګرۍ ضد جګړه کې د پاکستان د نه همکارۍ یادونه کوي چې په پاکستان کې د عمران خان په مشرۍ نوي رامنځ ته شوي حکومت د افغانستان سره د همکاریو د زیاتولو او اړیکو د بهتره کولو هوډ څرګند کړی.


پرنت   ايميل