اندونیزیا کې سونامي ۴۳ کسان وژلي او ۱۶۵ ټپیان دي

اندونیزیا اعلان کړی چې ددې هېواد د تنګه سوندا ټاپو کې سونامي لږ تر لږه ۴۳ کسان وژلي او ۱۶۵ نور ټپیان دي.

چارواکي وايي، دوه کسان ترې تم دي.

لومړني رپوټونه وايي چې د کراکاتوا ټاپو په یوه غره کې اورشېندنې د سیند په منځ کې زلزله رامنځ ته کړې او بیا ناڅاپه نیمه شپه کې د اوبو لوی موجونه په استوګنیځو سیمو ورغلي.

دې پېښې د پانډګلانګ، سویلي لامپانګ او سرانګ سیمې اغېزمنې کړې دي.

د اندونیزیا د طبیعي پېښو مدیریت مشر په خپل ټویټر کې انځورونه خپاره کړي ښيي چې ګاډي اوښتي، سړکونه سیل وهلي او ځینې ودانۍ زیانمنې شوې دي.

 

چارواکي وايي امکان شته چې مرګ ژوبله لوړه شي.

تنګه سوندا د دوه جزیرو، ختیځ کې جاوه او په لویدیځ کې د سوماترا ترمنځ ټاپو ده.

د تېرې سپټمبر میاشتې په ورستیو کې، د اندونیزیا په یو بل ښار کې له سونامي رامنځ ته شوې ۷،۵ درجې زلزلې شاوخوا دو زره کسان ووژل شول.

هغه مهال د سولاوسي په ټاپو کې د سمندر موجونه شاخوا درې متره لوړ شوي وو.

په اندونیزیا او شاوخوا سیمو کې ګڼ شمېر ویده اورشیندي شته چې وخت نا وخت د قوي زلزلو او سونامي لامل کېږي، ځکه دا هېواد په رېنګ اف فایر یا پرلپسې زلزلو او اورشیندو سیمه کې پروت دی.


پرنت   ايميل