ملګري ملتونه: د ځمکې د اوزون طبقه د تدریجي رغېدو په حال کې ده

ملګري ملتونه په یوه نوې څېړنه کې وايي، د ځمکې د اوزون طبقه یا پوړۍ چې مضرو کېمیاوي ګازونو د کلونو په ترڅ کې زیانمنه کړې، په تدریجي ډول د رغېدو په حال کې ده.

اوزون طبقه ځمکه د لمر د خطرناکو وړانګو له اثراتو څخه ساتي.

د ملګرو ملتونو د څېړنې له مخې، په مونتریال کې د ۱۹۸۷ میلادي کال پروتوکول مرسته وکړه چې د ځمکې پر سر د اوزون طبقه په هره لسیزه کې په سلو کې له ۱ تر ۳ پورې پنډه شي.

دا تړون د نړۍ په کچه د کلورو فلورو کاربن په څېر د انسانانو په لاس د جوړو شویو ګازونو پر تولید بندیز لګوي.

د ملګرو ملتونو د چاپېریال او هوا پېژندنې د ادارې په راپور کې راغلي دي چې د مونتریال د پروتوکول په نتیجه کې په قطبي سیمو کې د اوزون د پوړۍ د زیانمنېدو مخه نیول شوې ده.

څېړنه زیاتوي، هغه سوري به چې د شمالي نیمکرې د پاسه د اوزون په پوړۍ کې موندل شوي، تر ۲۰۳۰ کاله او د ارکتیک بحیرې له پاسه د اوزون ډېر لوی سوری به تر ۲۰۶۰ کلونو پورې په بشپړ ډول ورغېږي.


پرنت   ايميل