په فرانسه کې سېلابونو ۱۰ کسان وژلي او ۸ یې ټپیان کړي

د فرانسې چارواکي وایي چې د دې هېواد په جنوب لوېدیځ د اود په سیمه کې د سېلابونو له امله لږ تر لږه ۱۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او اته نور سخت ټپیان شوي دي.

دغه سېلابونه په سیمه کې د درنو بارانونو په نتیجه کې راوتلي دي.

چارواکو پرون وویل چې د شپې له مخې څو ساعته دومره باران واورېد چې د درې میاشتو باران په پرتله و.

د بارانونو او سېلابونو له امله په سیمه کې سړکونه بند او ټول ښوونځي تړل شوي دي.

د سیمې اوسېدونکو ته خبرداری ورکړل شوی چې له خپلو کورونو ونه‌وځي.


پرنت   ايميل