اندونېزیا زلزله کې د وژل شویو شمېر ۱۲۰۰ کسانو ته رسېدلی

اندونېزیا کې چارواکو ویلي، د جمعې ورځې په زلزلې او سمندري توپان کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۲۰۰ ته رسېدلی دی. له دې مخکې د بېړنیزو مرستو ادارې ویلي و، دغه پېښه کې ۸۴۴ کسان وژل شوي دی.

اووه اعشاریه پینځه درجې زورورې زلزله د جمعې پر ماښام د دغه هېواد مرکزي ټاپو سولواسي کې راغله او له هغه وروسته د ټاپو په پالو نومي ښار کې سمندري توپان (څونامي) مژګژوبله واړوله.

رپوټونو کې ویل شوي، په سیمه کې د هغو خلکو شمېر په ډېرېدو دی، چې خوړو، اوبو او سون توکو ته سخت اړ دي.

داسې اندېښنې هم شته، چې ښايي یو شمېر ژوندي پاتې کسان لا هم د نیمه ورانو ویجاړو ودانیو تر خاورو، خځلو لاندې ایسار وي.

ډېر ژوندي پاتې کسان داسې حال کې لیدل کېږي، چې د کورنیو لپاره په خوړو او اوبو پسې ګرځي.

پالو ښار کې د سړکونو، اوبو، برېښنا او خوړو چمتو کولو شبکې او نژدې ټولې اسانتیاوې له منځه تللې، ښار ته غځېدلې لویې لارې ورانې شوې او د څښاک لپاره لږ پاکې اوبه موندل کېږي.

خبریالان وايي، ځايي پولیس د مرستو مرکزونو کې د اړو خلکو ګڼې ګوڼې کنترولولو لپاره چیغې وهي او د اوښکې بهونکي ګاز هوايي ډزې کوي.

د ښار ډېری عبادت ځایونو، روغتونونو او نورو عامه ودانیو ته هم زیان رسېدلي او د سره صلیب ځايي مسوولینو رسنیو ته وویل، یوازې د یوې نړېدلې کلیسا له خاورو خځلو یې د ۳۴ زده کونکو مړي راایتسلي دي. دوی د ۸۶ زده کونکو له ډلې دي، چې نور یې لا هم بې درکه دي.


پرنت   ايميل